IQNA

د روسيې او اسلامی نړۍ  شپاړلسم کنفرانس په کازان کې  

13:26 - May 15, 2025
د خبر لمبر: 3491119
ایکنا - د روسيې او اسلامي نړۍ  شپاړلسم کنفرانس د اسلامي مذهبونو د نزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومي منشي حجت‌الاسلام والمسلمین حمید شهریاري، او د سياسي، اقتصادي،مذهبي او کلتوري شخصيتونو په ګډون د غواي د میاشتې له  ۲۴ تر ۲۸ نیټې پورې پورې د روسیې په کازان کې ترسره کېږي.

 ایکنانیوز د نړيوال تقریب مذاهب اسلامي مجمع د عامه اړیکو له قوله راپور راکوي، د روسيې او  اسلامي نړۍ ترمینځ  شپاړلسم نړيوال کنفرانس د « روسيې او اسلامي نړۍ هېوادونو د ځوانانو د سياست په برخه کې تجربې؛ ګډې ننګونې او ګډ اقدامات» په عنوان سره د روسیې په کازان کې جوړېږي.

د روسيې او د اسلامي ملګرتیا موسیسې  د غړو هېوادونو د ځوانانو د تنظمینونو ترمینځ د لا زياتې متقابلې پوهې او تجروبو تبادلې، او همدارنګه د ځوانانو د ګډو پروګرامونو او نوښتونو د پياوړتيا او پراختيا لپاره، د خلکو او رضاکارو خوځښتونو په عمومي ژوند کې د ګډون او ملي، تاريخي، کلتوري، معنوي او اخلاقي ارزښتونو ته د درناوي د روحيې رامینځته کولو په موخه،د دغه کنفرانس مهم چورلیزونه دي.

په دغه کنفرانس کې به د تعليمي او څېړنيزو پروژو پر پلي کولو، د کنفرانسونو، سيمينارونو او نړيوالو عامه پوهاوي خورونکو بېلابېلو غونډو پر جوړولو، او د روسيې او بهرنيو همکارو پوهنتونونو ترمینځ د ملګرتیاؤ پر پراختيا تمرکز وشي.همدارنګه، د ځوانانو د افراطيت مخنيوي لپاره د ګډو اقداماتو وړانديزونه او د افراطي کيدو مخنيوي لپاره اقدامات به هم وڅېړل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4282401

captcha